IQNA

 عزمي عبدالمجید د ایران په شاهچراغ  حرم کې د جنایت د عاملانو د محاکمه کولو غوښته وکړه

15:15 - November 03, 2022
د خبر لمبر: 3486407
ایکنا-( د ملایشیا د اسلامی تنظیمونو د شورا(ماپیم) مشر عزمي عبدالمجید د یوې اعلامیې په خپرولو سره   د حضرت احمد بن موسی شاهچراغ د حرم په زیارتوالو باندې د داعش وحشي ډوله حمله په سخته محکومه کړې او د شیراز په خونړۍ غمنیزې کې د لاس لرونکو د سرغنو د محاکمې او سزا کولو غوښتنه وکړه.

ایکناخبری آژانس له ملایشیا راپور راکړ د  ماپیم په نامې سره د ملایشا د  خلکو داسلامی تنظیمونو د شورا مشر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران د ولس په ضد د لویدیځي ټولنو د دسیسو او دښمنیو په وړاندې د ایران له اسلامی جمهوریته د نړۍ د  مسلمانانو د ملاتړ غوښته وکړه.

محمد عزمي عبدالمجید په دغې اعلامیې کې لویدیځ او ورسره اړونده عوامل د ایران د اسلامی جمهوریت د کمزوري کولو په موخې سره ددغه شان غمیزناکو  پيښو مسئول وبلل او د ایران د شیراز دشاهچراغ حرم په خونړۍ پيښې کې د لاسپوڅو او تالی څټو عناصرو د محاکه کیدا  او سزا کیدا جدي غوښتنه وکړه.

هغه په کوالالامپور کې د ایران د صدا وسیما خبریال سره په خبرو کې ، د ایرن رهبر او مقاومت کونکي ولس ته د تسلیّت د پیغام  په وړاندې کولو سره ،ددغې غمیزې په محکومیّت سره  چې لسګونو کسان پکې شهیدان وټپیان شوي، ددغه سپير او پلیت ترهه ګر حرکت دعوامولو د محاکمه کولو او سزا کولو غوښتنه وکړه او له غمجنو کورنیو سره  همدردي وښودله. 

د ملایشیا د اسلامی تنظیمونو د شورا مشر  د اسلام د دښمنانو د سپیرو دسیسو په وړاندې د ایران د ولس د لازیات پیوستون،اتحاد او مقاومت او هوښیارتیا په ضرورت ټينګار وکړ او وې وئيل، داسې دسیسې شته چې د عامو خلکو په ژوند کې په خار پار اچولو سره، د ویرې  او وحشت ،ناکراریو او تفرقې اودرز څپه راولاړه کړي،خو باید خلک ځير او هوښیار ووسي. هغه په پاي کې په الهي درګاه کې ددغې پیښې دشهیدانو لپاره د لوړو درجو او  د ټپیان ولپاره  د شفای عاجل  او د قربانیانو ته دصبر  دعا وکړه.

 https://iqna.ir/fa/news/4096216

captcha